7 کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو.
چې کله د اِبراهيم نوکر دا خبره واورېده، هغه ټيټ شو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.
کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“
په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.
سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“
هغه د شمعون چميار کره دے چې کور يې د سمندر په غاړه دے.“
څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل.
خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.
خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى.
خو کۀ تۀ د حملې کولو نه يرېږې، نو د خپل نوکر فوراه سره لاندې خېمو ته لاړ شه.