Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 10:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 10:48
9 Iomraidhean Croise  

خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله.


نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


په دې اورېدو هغوئ ته د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.


پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.


خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله.


ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.


تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan