Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 10:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېر‌يهوديانو هم نازل شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 10:45
12 Iomraidhean Croise  

نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل.


نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو،


او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“


نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.


پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.


او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.


مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېر‌يهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.


نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېر‌يهوديان هم بې‌خُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan