44 د پطروس بيان لا جارى وو چې په هغوئ ټولو روحُ القُدس نازل شو چا چې بيان اورېدلو.
”اوس داسې څوک شته چې دا خلق په اوبو د بپتسمې اخستلو نه منع کړى، چې په دوئ روحُ القُدس داسې نازل شوے دے لکه څنګه چې په مونږ؟“
څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو.
او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو.
کله چې پولوس خپل لاسونه د هغوئ په سر کېښودل نو په هغوئ روحُ القُدس نازل شو او هغوئ په غېر ژبو خبرې شروع کړې او پېشګويانې يې کولې.
کله چې هغوئ دُعا وکړه نو په کوم کور کښې چې هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقېدلو او هغوئ ټول په روحُ القُدس معمور شول او د خُدائ پاک کلام يې په زړۀ ورتيا بيان کړو.