40 خو خُدائ پاک هغه په درېمه ورځ د مړو نه بيا راژوندے او خلقو ته ښکاره کړو،
بل يهوداه ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“
ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.
هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.
خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.
ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى.
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،
د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.