Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 10:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 10:35
36 Iomraidhean Croise  

او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“


د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.


د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى. حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.


بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.


د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى.


د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.


نو بيا به تۀ د مالِک خُدائ په يره باندې پوهه شې او د خُدائ پاک عِلم به حاصل کړې.


په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.


راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“


هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو.


هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.


هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.


په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.


ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.


هغه غېر‌يهوديان چې د شريعت نه ناخبره وى او په قدرتى توګه هغه څۀ کوى څۀ چې په شريعت کښې وى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ سره شريعت نشته، خو د هغوئ عمل ورته شريعت دے.


لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.


دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.


نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.


په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.


ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.


د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ.


ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.


هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.


په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.


کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan