30 کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو.
سحر، غرمه او ماښام به زۀ هغۀ ته خپل فريادونه وړاندې کوم، او هغه به واورى آواز زما.
بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.
مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې.
خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.
دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل.
کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل.
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
کله چې زۀ تاسو دلته راوغوښتم نو ځکه زۀ بېعذره راغلم. اوس زۀ دا تپوس کولے شم چې تاسو زۀ ولې راغوښتے يم؟“
يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“
هغۀ ما ته ووئيل، اے کورنيليوسه. ستا دُعاګانې او خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.
يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل.