Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 10:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 د هغۀ سره په خبرو خبرو پطروس دننه لاړو او هلته ګڼ خلق راجمع شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 10:27
7 Iomraidhean Croise  

هغوئ په خپلو کښې يو بل سره په دې واقعاتو خبرې کولې.


ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى.


په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو.


کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېر‌يهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه.


ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى.


کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه،


او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan