Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 10:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 10:24
14 Iomraidhean Croise  

او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.


ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.


په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“


خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“


بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.


په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.


د هغۀ سره په خبرو خبرو پطروس دننه لاړو او هلته ګڼ خلق راجمع شوى وُو.


خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan