Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 10:19
11 Iomraidhean Croise  

خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.


هغوئ آواز ورکړو تپوس يې وکړو چې، ”شمعون چې ورته پطروس هم وائى، دلته مېلمه دے؟“


يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“


روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو.


کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“


د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.


مونږ مريدان وموندل او هلته يوه هفته ورسره ايسار شُو. هغوئ د روحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چې، ”يروشلم ته مۀ ځه.“


نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“


خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.


نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan