17 پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو.
د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟
يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“
هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“
خو کله چې زۀ د دې مسئلې په حل پوهه نۀ شوم نو ما ورته دا ووئيل چې کۀ تۀ غواړې چې يروشلم ته لاړ شې او هلته ستا مقدمه پېش کړے شى.
چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.
نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“
نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.
د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.