10 هغه اوږے شو او غوښتل يې چې څۀ وخورى، روټۍ لا په تيارېدو کښې وه چې هغۀ رويا وليدله.
نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په بابل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،
د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.
څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده.
د خُدائ پاک خبرې څوک اورى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا يعنې په وېښه خوب وليدو.
بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږے شو.
هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو.
”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بېهوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو.
کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بېخوده شوم.
او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.