4 ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.
کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.
ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى.
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“
ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ.
عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.
هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.
نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.