26 بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.
د اِلىعزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.
زمونږ خلق، اِمامان او ليويان به هر کال پچه اچوى چې دا معلومه کړى چې کومه يوه ډله د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په قربانګاه باندې د سوزولو دپاره لرګو بندوبست کوى او دا به د قانون په مطابق وى.
مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل.
د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بېوقوفه دپاره د سزا باعث کيږى.
انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.
هلته به هغه پچه واچوى، دوه تيږې به راواخلى، په يوه باندې به ”مالِک خُدائ دپاره“ نښه واچوى او په بله به ”عزازيل دپاره“ نښه واچوى.
د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.
رسولان بيا عيسىٰ ته راټول شول او هر څۀ چې يې کړى او ښودلى وُو هغه يې ترې خبر کړو.
نو هغوئ دوه کسان خوښ کړل، يوسف چې په برسبا مشهور وو او يوستوس هم ورته وئيلے شو او دوېم متياس وو.
د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه.
بيا پطروس د نورو يوولسو تنو سره پاڅېدو او په اوچت آواز يې ګڼې ته بيان وکړو، ”اے يهوديانو ملګرو او د يروشلم اوسېدونکو، څۀ چې زۀ وايم هغه غور سره واورئ.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.
نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.
د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو.