Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 1:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 چې دا خِدمت او رسالت سمبال کړى کوم چې يهوداه پرېښودو او هغه هلته لاړو چرته چې هغۀ ته تلل په کار وو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 1:25
15 Iomraidhean Croise  

او هغه دې په عدالت کښې مجرم وګرځولے شى، او د هغۀ دُعاګانې دې ورته په ګناه حساب شى.


بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.


نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“


د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“


د روټۍ د ټکړې خوړلو نه پس شېطان په هغۀ کښې ورننوتو. عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”څۀ چې کوې، زر يې وکړه.“


ترڅو چې زۀ د هغوئ سره وم ما ستا په نوم د هغوئ حفاظت وکړو کوم چې تا ما له راکړے وو. ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو، نو چې د صحيفې ليک پوره شى.


د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.


کۀ زۀ د نورو دپاره رسول نۀ يم نو کم از کم ستاسو دپاره خو يم ځکه چې تاسو په مالِک کښې زما د رسالت مهر يئ.


نو دغه شان، څنګه چې خُدائ پاک په پطروس کښې د يهوديانو د رسالت دپاره طاقت پېدا کړو، نو هم هغۀ د غېرو يهوديانو د رسالت دپاره ما ته هم طاقت راکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan