Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 1:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 1:24
24 Iomraidhean Croise  

نو د هغوئ سوال اوره. د هغوئ دُعا په آسمان کښې په خپل کور کښې اوره، هغوئ معاف کوه او مدد يې کوه. يواځې تۀ د انسان د زړۀ په خيالونو پوهېږې. د هر چا سره هغه سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى،


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.


کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟


ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.


دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟


نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“


”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“


خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ.


”مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې، هر څيز له ساه ورکوونکے يې، زۀ دا سوال کوم چې يو داسې سړے مقرر کړه چې د دې قوم لار ښودنه کوى


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.


په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.


هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو.


او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو.


هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل.


او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.


او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


ساؤل مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته ووئيل، ”مالِکه خُدايه، تا نن ما له جواب ولې رانۀ کړو؟ مالِکه خُدايه، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، د دې پاکو کاڼو په ذريعه ما له جواب راکړه. کۀ غلطى زما يا د يونتن وى نو د اُوريم په ذريعه جواب راکړه، خو کۀ دا ستا د خلقو بنى اِسرائيلو غلطى وى نو د تميم په ذريعه جواب راکړه.“ نو جواب يې يونتن او ساؤل وُو او خلق خلاص شول.


خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan