23 نو هغوئ دوه کسان خوښ کړل، يوسف چې په برسبا مشهور وو او يوستوس هم ورته وئيلے شو او دوېم متياس وو.
د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.
بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.
بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.