22 د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“
هم په هغه ورځو کښې داسې وشول چې د ګليل د ناصرت نه عيسىٰ راغلو او د اُردن د سيند په اوبو کښې يې د يحيىٰ نه بپتسمه واخسته.
هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو.
هم تاسو د دې هر څۀ ګواهان يئ.
کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخسته نو عيسىٰ هم بپتسمه واخسته، او چې دُعا يې کوله نو آسمان پرانستے شو،
تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چې تاسو د اول نه ما سره يئ.“
هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“
د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل.
هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.
په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو.
نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بېپرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟