21 نو په کار دے چې يو سړے د يهوداه په ځائ مقرر کړو د چا چې زمونږ سره د مالِک عيسىٰ د خِدمت په ټول وخت کښې راشه درشه وه،
په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“
مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.
او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“
بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو.
خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو.
تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چې تاسو د اول نه ما سره يئ.“
او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.