Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 1:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 په يروشلم کښې هر چا ته د دې خبرې پته ولګېده نو هغوئ په هغه پټى په خپله ژبه کښې حقلدما نوم کېښودو، چې مطلب يې د وينې پټے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 1:19
6 Iomraidhean Croise  

هر يو سړى خپل مخالف د سر وېښتو نه ونيولو او په خپل مخالف سړى کښې يې تُوره دننه کړه، نو داسې څليريشت واړه په يو ځائ وغورزېدل او مړۀ شول. نو په جبعون کښې هغه ځائ د ”د تُورو مېدان“ په نوم ياديږى.


او مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا په خزانه کښې ورغورزوه.“ دا اوچت قيمت دے کوم قيمت چې هغوئ زما ولګولو، بيا ما دا دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې او د مالِک خُدائ د کور په خزانه کښې مې وروغورزولې.


تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى.


نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.


اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.


کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan