15 په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو.
خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.
په دې وجه د ايماندارانو په مينځ کښې دا خبره خوره شوه چې دا مريد به نۀ مرى. خو عيسىٰ دا نۀ وُو فرمائيلى چې هغه به نۀ مرى، هغۀ صرف وفرمائيل، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم، نو ستا په دې کښې څۀ؟“
نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل.
په ټوله يهوديه کښې رسولانو او ايماندارانو واورېدل چې غېريهوديانو هم د خُدائ پاک کلام قبول کړو.
روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو.
کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.
نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.
خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.
خو بېايمانه يهوديانو د غېريهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو.
بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو.
د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.
په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل.
نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول.
خو چې هغوئ يې ونۀ موندل نو ياسون او ځينې نور ايمانداران يې د ښار منصفانو ته په زور راوستل او دا چغې يې وهلې چې، ”هم دې کسانو ټوله دُنيا په عذاب اخته کړې ده او اوس زمونږ ښار هم په عذابوى،
پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.
او چې اپولوس وغوښتل چې اخيه ته پورې وځى نو ايماندارانو هغۀ ته د تلو ډاډ ورکړو او مريدانو ته يې وليکل چې د هغۀ هرکلے وکړى. نو چې هغه هلته ورسېدو نو هغۀ د هغه چا دپاره چې د خُدائ پاک په فضل يې ايمان راوړى د لوئ ښېګړې سبب شو.
کله چې مونږ يروشلم ته راورسېدو ايماندارانو وروڼو راته تود هرکلے ووئيلو.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى.
د صور نه زمونږ سفر جارى وو او بيا مونږ پتوليمَس ته راغلو، او مونږ د ايماندارانو سره مِلاو شُو او د هغوئ سره د يوې ورځې دپاره پاتې شُو.
زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.
هلته مونږ څۀ ايمانداران وروڼه وموندل او هغوئ مونږ ته دعوت راکړو چې هغوئ سره يوه هفته ايسار شُو. او دغه شان مونږ روم ته راغلو.
بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى.
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.
خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.