10 کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل.
الياس ورته وفرمائيل، ”تا يو مشکل څيز غوښتے دے، خو چې کله زۀ ستا نه جدا کړے شم او تۀ مې په ختلو ووينې نو دا به تا ته مِلاو شى، خو کۀ تۀ مې ونۀ وينې، نو دا به تا ته نۀ ملاويږى.“
کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.
او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.
مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې.
هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې.
دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل.
او هغې هلته دوه فرښتې په سپينو جامو کښې د لاش په ځائ ناستې وليدې، يوه سر ته او بله پښو ته، په هغه ځائ کښې چرته چې د عيسىٰ لاش کېښودے شوے وو.
يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“
کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو.
خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.