1 اے تيوفيلوسه، ما په خپل اول کِتاب کښې ټول هغه څۀ وليکل چې عيسىٰ د هغې په کولو او ښودلو شروع وکړه،
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
د دې نه پس د زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه او پينځۀ مياشتې هغې خپل ځان پټ وساتلو.
نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم.
نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو.
څۀ وخت چې عيسىٰ خپل خِدمت شروع کړو نو تقريباً د دېرشو کالو وو او د خلقو په خيال دے د يوسف زوئ وو، زوئ د عيلى،
اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.