7 هغوئ د عيسىٰ د نوم د خِدمت کولو دپاره په سفر ووتل او د بېدينو نه يې هيڅ قسمه مدد حاصل نۀ کړو.
خو دوئ به زما د نوم په سبب تاسو سره دا هر څۀ وکړى ځکه چې هغوئ هغه نۀ پېژنى چا چې زۀ رالېږلے يم.
ما د چا نه هم د سپينو زرو او يا د سرو زرو يا د جامو خواهش نۀ دے کړے.
په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو.
او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“
نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.
تاسو په کومه خبره کښې د نورو جماعتونو نه کم وئ بې له دې چې ما په خپله په تاسو بوج وانۀ چولو؟ زما دا غلطى معاف کړئ.
ځکه چې مونږ د خپل ځانونو تبليغ نه، بلکې د عيسىٰ مسيح تبليغ کوُو، چې هغه مالِک دے، او خپل ځانونه مونږ د عيسىٰ دپاره ستاسو غلامان کوُو.
هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے.
زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.
نو په دې وجه په مونږ لازم دى چې د داسې خلقو مدد وکړُو نو چې مونږ د حقيقت په خورولو کښې د هغوئ ملګرى شُو.
ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې.