Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




درېم يوحنا 1:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 زما خوږه ګايوسه، زۀ دُعا غواړم چې تۀ دې داسې روغ جوړ اوسې لکه څنګه چې په روحانى توګه روغ جوړ يې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




درېم يوحنا 1:2
19 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ چې دا واورېدل نو وې فرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى.


خو په حقيقت کښې هغه ډېر بيمار وو او مرګ ته نزدې وو، خو خُدائ پاک په هغۀ رحم وکړو، او صرف په هغۀ نه، بلکې په ما يې هم وکړو چې په ما د غم دپاسه غم نۀ وى.


تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ.


اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.


خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.


خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ.


د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.


بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.


د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم.


ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan