12 د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده.
هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ.
دا هغه مريد دے چې د دې هر څۀ ګواهى کوى او دا يې وليکل. مونږ ته پته ده چې د هغۀ ګواهى رښتيا ده.
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
هلته حنانياس نومې يو سړے وو چې په شريعت ټينګ ولاړ وو او د هغه ځائ په اوسېدونکو ټولو يهوديانو کښې ښۀ نېک نام وو.
نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو.
نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.
او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.
خلقو جواب ورکړو، ”نه، تا مونږ له نۀ دوکه راکړې ده او نۀ دې په مونږ ظلم کړے دے، تا د هيچا نه هيڅ هم نۀ دى اخستى.“