11 زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.
ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.
د بدو لاس په سر شئ، ښۀ کارونو ته ځان سپارئ، نو بيا به تاسو ټول عمر په دُنيا کښې اوسېږئ.
د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بېاِنصافى مۀ کوئ.
څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بېکاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.
زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.
تاسو زما په نقش قدم شئ لکه څنګه چې زۀ د مسيح په نقش قدم روان يم.
نو زۀ تاسو ته زارى کوم چې زما په نقش قدم شئ.
لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ.
زما وروڼو او خوېندو، خپل ځان زما په شان کړئ، او د هغه خلقو نه زده کړئ څوک چې زمونږ په شان ژوند تېروى.
او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو،
اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو،
خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.
نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.
نو بيا تاسو له څوک نقصان درکولے شى کۀ چرې تاسو د نېک کارونو خواهشمند يئ؟
کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.