Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




درېم يوحنا 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




درېم يوحنا 1:10
16 Iomraidhean Croise  

هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بې‌فکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.


هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بې‌وقوفه کړتن به تباه شى.


اے تاسو ټول څوک چې د مالِک خُدائ د کلام په وړاندې ريږدئ، د هغۀ کلام واورئ، ”ستاسو خپل خلق ستاسو نه نفرت کوى او زما د نوم له وجې تاسو د خپلوالۍ نه وباسى. هغوئ په تاسو پورې خندا کوى او وائى، مالِک خُدائ دې خپله لوئى ښکاره کړى چې مونږ ستاسو خوشحالى ووينو. خو هغوئ به په خپله د شرم سره مخ شى.


تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدى په وجه په تاسو اِلزام لګوى.


د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.


په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،


ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم.


ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.


او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بې‌کاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بې‌کاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار.


کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،


اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.


کله چې وروڼه راغلل او ما ته يې دا ګواهى راکړه چې تۀ څومره رښتينے ژوند تېروې نو په دې ډېر خوشحاله شوم او چې تۀ څومره په رښتينې لار روان يې.


اے ګرانه وروره، تۀ د وروڼو په خِدمت کښې ډېر وفادار يې، اګر کۀ تا ته هغوئ پردى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan