6 ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربانګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے.
بيا يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى او تا به واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته بوځى.
هغۀ خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.
اوس زما د مرګ وخت نزدې دے او تاسو هر يو کس د زړۀ د کومې نه خبر يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې هره يوه وعده کړې ده نو هغه يې پوره کړې ده، داسې يوه وعده هم نشته چې پوره شوې نۀ وى.