21 خپل کوشش پوره وکړه چې د ژمى نه مخکښې راشې. يوبولوس، پودنس، لينوس، کلوديه او نور ټول وروڼه او خوېندې درته سلام وائى.
کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى.
ټول وروڼه او خوېندې درته سلامونه وائى. په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ.
ټول مقدسين تاسو ته سلام وائى.
ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى.
کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم.
کله چې تۀ راځې هغه چُوغه چې ما د ترواس په ښار کښې د کرپس په کور کښې پرېښې ده او زما کتابونه او خاص کر زما هغه د څرمنې نسخې هم ځان سره راوړه.
خو کوشش وکړه چې ما له زر تر زره راشئ.
ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده.
ستا هغه خور چې خُدائ پاک غوره کړې ده د هغې بچى تا ته سلام کوى.
زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو.