2 تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.
ما ستا د خلاصون زېرے په لوئ جماعت کښې بيان کړو، مالِکه خُدايه تۀ ښۀ خبر يې چې ما خپل بيان بند نۀ کړو،
”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“
هغوئ عيسىٰ له راغلل او ډېر زارى مِنت يې ورته وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”صوبه دار ستا د مدد حقدار دے،
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“
کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو.
د سبت په ورځ مونږ د ښار د دروازې نه بهر د سيند غاړې ته لاړو چرته چې زمونږ دا خيال وو چې خلق به د عبادت دپاره راټول شوى وى، مونږ کښېناستو او هلته د راغلو ښځو سره مو خبرې وکړې.
د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې.
کله چې مونږ روم ته ورننوتو نو پولوس ته د يواځې اوسېدو اجازت مِلاو شو او يو سپاهى د هغۀ د څوکيدارۍ دپاره مقرر کړے شو.
او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“
په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.
د خُدائ پاک د هغه اِنتظام په مطابق زۀ د جماعت خادِم شوم چې ما ته ستاسو دپاره راکړے شوے دے، د دې دپاره چې زۀ تاسو ته د خُدائ پاک کلام پوره پوره بيان کړم،
او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،
او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو،
او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بېزړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ.
د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ.
ترڅو چې زۀ نۀ يم راغلے، نو د خلقو په مينځ کښې د کلام په تلاوت او نصيحت کولو او تعليم ورکولو کښې بوخت اوسه.
څوک چې ګناه کوى، هغوئ د ټول جماعت په وړاندې ملامت کړئ د دې دپاره چې نور خلق هم وۀ يريږى.
څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى.
او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.
خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.
دا پېشګوئې رښتيا ده، نو په دې وجه هغوئ په سختۍ سره رټئ د دې دپاره چې د هغوئ ايمان ټيک شى.
په پوره اختيار سره دغه خبرې کوه، او د خلقو اصلاح کوه او ملامته کوه يې. هيڅ څوک دې تا ته په سپکه سترګه ونۀ ګورى.
اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.