Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم تيموتيوس 4:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم تيموتيوس 4:18
40 Iomraidhean Croise  

هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“


خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.


مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.


مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله ‎پرې نۀ ږدى نېکان، هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.


بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.


او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.


بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.


او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.


او زمونږ ګناهونه معاف کړه، څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.“


اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.


او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده.


زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى.


ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.


د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.


ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بې‌وقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.


تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.


زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى.


خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.


د خُدائ پاک جلال دې د تل دپاره وى. آمين.


خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.


خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى.


اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.


دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بې‌مثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.


او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.


د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې،


خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.


خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.


هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.


اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟


کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.


د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين.


په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.


بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.


دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.


مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“


کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بې‌عزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابى‌جيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan