15 او تۀ هم د هغۀ نه ځان ساته، ځکه چې هغۀ زمونږ د پېغام ډېر په سختۍ سره مخالفت کړے دے.
د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى.
او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بېعقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.
سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.
په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.