Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم تيموتيوس 4:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم تيموتيوس 4:14
18 Iomraidhean Croise  

اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“


هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه، هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه کوم ‎چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.


او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.


بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بې‌عزتى ستا د خاطره تېره کړې ده.


اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.


اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“


هغه به هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکړى.


ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى.


په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.


او تۀ هم د هغۀ نه ځان ساته، ځکه چې هغۀ زمونږ د پېغام ډېر په سختۍ سره مخالفت کړے دے.


کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.


د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“


هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.


هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“


مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan