15 او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.
د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل.
قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.
د ورکوټوالى نه دې ما له تعليم راکړے دے اے پاکه خُدايه، زۀ تر ننه پورې ستا عجيبه کارونه ستايم.
ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى.
زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى.
هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“
خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ.
ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،
نو دغه ماشوم لوئېدو، قوت او حکمت يې موندلو او د خُدائ پاک فضل ورسره وو.
بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.
هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“
بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.
خو کۀ تاسو د موسىٰ په کلام ايمان نۀ ساتئ نو زۀ چې څۀ وايم تاسو به په هغې څۀ ايمان وساتئ.“
د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“
کله چې هغوئ هغه هر څۀ پوره کړل کوم چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى وُو نو هغوئ هغه د سولۍ نه راکوز کړو او په قبر کښې يې کېښودلو.
پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو.
او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله.
لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“
د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده.
خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېريهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.
هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.
په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.
ترڅو چې زۀ نۀ يم راغلے، نو د خلقو په مينځ کښې د کلام په تلاوت او نصيحت کولو او تعليم ورکولو کښې بوخت اوسه.
د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے، او د دې دپاره چې په عيسىٰ مسيح کښې وعده شوے ژوند خلقو ته ورسوى.
ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے.
او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.
نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“
په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.