23 خو د بېوقوفۍ او د جهالت د بحثونو نه ځان په ډډه ساته، ځکه تا ته پته ده چې د دې نه صرف جګړې جوړيږى.
تاسو خلقو ته ووايئ چې خپل وخت د خپل پلار نيکۀ د دروغژنو نسبنامو په قيصو مۀ ضائع کوئ، کوم چې صرف د خلقو په مينځ کښې د بحث مباحثى سبب کيږى. داسې بحثونه د خُدائ په خدمت کولو کښې بېفائدې دى، خو دا کارونه په هغه وخت کښې ممکن دى چې تاسو په خُدائ پاک ايمان ساتئ.
د بېدينۍ د بحث او د زړو ښځو د قيصو نه ځان ساته او د دې په ځائ خپل ځان ته د ديندارۍ تربيت ورکوه.
دا خبرې هغوئ ته وريادې کړه او د خُدائ پاک په وړاندې ورته خبردارے ورکړه چې لفظى تکرار دې ونۀ کړى، ځکه چې د دې نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکې صرف اورېدونکى بربادوى.
د فضولو خبرو نه خپل ځان ساته ځکه چې دا خلق لا نور د بېدينۍ طرف ته بوځى.
خو د بېوقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بېفائدې دى.
ستاسو په مينځ کښې جنګ او جګړې د کومه راغلې؟ ولې دا ستاسو د هغه خواهشاتو په وجه نۀ دى چې په تاسو کښې فساد پېدا کوى؟