22 نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه.
نو هغه د هغې د کور سره په نزدې کوڅه کښې روان وو، کومه لار چې د هغې کور ته تلې وه،
د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“
او هغه د مشرانو اِمامانو نه دې اختيار سره دلته راغلے دے چې هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چې ستا نوم يادوى.“
ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.
نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،
نو په دې وجه زما خوږو ملګرو، د بُت پرستۍ نه وتښتئ.
د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ.
د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.
او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه.
خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.
زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.