21 څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى.
په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.
زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم.
ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بېمطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.
هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى،
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.
د فضولو خبرو نه خپل ځان ساته ځکه چې دا خلق لا نور د بېدينۍ طرف ته بوځى.
په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى.
د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.
صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے.
ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى.
زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بېفائدې نۀ شى.
دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.
او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.