11 دا خبرې رښتيا دى چې، ”کۀ مونږ د هغۀ سره مړۀ شُو نو مونږ به د هغۀ سره ژوندى هم شُو.
لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.
نو کۀ مونږ د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ سره شامل يُو نو بيا به مونږ د هغۀ سره په نوې ژوندون کښې هم شامل يُو.
خو کۀ مونږ د مسيح سره مړۀ شُو نو زمونږ هم دا ايمان دے چې مونږ به د هغۀ سره ژوندى شُو.
ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو.
مونږ همېشه په خپل بدن کښې د عيسىٰ مرګ ګرځوو نو چې د عيسىٰ ژوند هم زمونږ په بدنونو کښې ښکاره شى.
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو.
دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.
دا خبره رښتيا ده چې څوک د جماعت د مشر جوړېدلو خواهش کوى نو هغه د عزت کار غواړى.
دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.