Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم تيموتيوس 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم تيموتيوس 1:3
21 Iomraidhean Croise  

او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله


”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.


پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“


خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.


په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.


زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے.


ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله


زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى،


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم.


ما ستاسو دپاره شُکر کول نۀ دى پرېښى او همېشه تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.


مونږ شپه او ورځ د زړۀ نه ډېره دُعا کوُو چې مونږ تاسو بيا ووينو او ستاسو د ايمان کموالے پوره کړُو.


او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه.


خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.


کومه کونډه چې واقعى يواځې وى او د هغې هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائ پاک اُميد ساتى او شپه ورځ به په زارۍ او دُعا کښې آخته وى.


ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے.


او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.


عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.


باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan