8 او مونږ د چا روټۍ مفت ونۀ خوړه بلکې شپه او ورځ مو خوارى او مشقت سره کار کولو نو چې مونږ په تاسو کښې په چا بوج جوړ نۀ شُو.
مونږ له اجازت راکړه چې د اُردن سيند ته لاړ شُو نو مونږ هر يو به يو يو تير ووهو، نو د اوسېدو دپاره به يو ځائ جوړ کړُو.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”لاړ شئ.“
هره ورځ به مې يو غوَيے، شپږ ښۀ ګډان او ډېرې چرګې تيارولې او په هره لسمه ورځ مې د انګورو د تازه ميو بندوبست کولو. خو بيا هم ما هغه پېسې نۀ غوښتلې کومې چې د حکمران دپاره مقررې وې، ځکه چې خلقو ډېر دروند بوج برداشت کولو.
هغه د خپل کور په حالاتو او سامان باندې خيال ساتى او د ناراستۍ روټۍ نۀ خورى.
مونږ له خپل روزمره رزق راکړه،
پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.
تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.
او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،
ولې مونږ ته د خپل خوراک څښاک حق نشته څۀ؟
د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم.
او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم.
پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.
نو داسې کسانو له مونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم ورکوو او ورته دا وايو چې په آرام سره دې خپل کار کوى او خپله روټۍ دې په خپله ګټى.