11 خو مونږ اورو چې په تاسو کښې ځينې ناراسته ژوند تېروى او هيڅ کار نۀ کوى او بلکې د نورو په کار کښې هم ګوتې وهى.
پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.
اے عزيزانو، مونږ تاسو ته د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم درکوو چې د هغه ايماندارانو سره تعلق مۀ ساتئ څوک چې ناراسته دى او په هغه تعليم عمل نۀ کوى چې مونږ هغوئ له ورکړے دے.
او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بېکاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بېکاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار.
خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.