Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم تسالونیکیان 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او بيا به هغه بې‌دينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم تسالونیکیان 2:8
34 Iomraidhean Croise  

تۀ به د دې دپاره د اوسپنې آوزار يا د نېزې نه کار اخلې، هغوئ به بېخى وسوزولے شى.“


د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.


اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.


هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بې‌اسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.


د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى.


بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.


هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.


خو بيا به د هغۀ خلاف عدالت شروع شى، او د هغۀ نه به حکومت واخستلے شى او هغه به هم په مکمل توګه تباه شى.


د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.


نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.


کله چې يو کس د خُدائ پاک د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شېطان راشى او هغه څۀ ترې هم وباسى څۀ چې د هغۀ په زړۀ کښې کَرلے شوى وى، دا هغه څۀ دى څۀ چې په لاره کَرلے شوى وُو.


پټے دا دُنيا ده، ښۀ تخم د بادشاهۍ اولاد دے او جمدر د شېطان اولاد دے.


ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“


بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بې‌اصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى،


څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بې‌شرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے.


او تۀ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د ظاهرېدو تر ورځې پورې دا حُکم بې‌داغه او بې‌اِلزامه وساته.


خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.


د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې،


نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.


نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.


خو يو يروونکے عدالت او غضبناک اور پاتې دے چې د خُدائ پاک مخالفين به وسوزوى.


اے مشرانو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې ازلى دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه چا ته څوک چې شرير دے شکست ورکړے دے.


مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.


مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.


او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو.


او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.


او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.


نو توبه وباسه، کۀ نه نو زۀ به زر راشم او په هغه تُوره به د هغوئ سره جنګ وکړم کومه چې زما د خولې نه راوځى.


او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan