7 ځکه چې د بېشرعې پټ طاقتونه کار کښې لګيا دى، خو دا به تر هغې کار کوى ترڅو چې د دې ايساروونکے لارې نه لرې نۀ شى.
ما ته پته ده چې زما د تلو نه پس به په تاسو کښې داړونکى ليوان راشى او رمه به په امان پرې نۀ ږدى.
او اوس چې کوم څيز هغه ايساروى تاسو د هغې نه خبر يئ، تر څو چې هغه په خپل مقرر وخت څرګند شى.
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.
زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے.
او هر هغه څوک چې د عيسىٰ اِقرار نۀ کوى، نو هغه د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے. نو په داسې کس کښې خردجال روح دے، د کوم په حقله چې تاسو ته وئيلے شوى دى چې هغه راتلونکے دے، خو هغه اوس دُنيا ته راغلے هم دے.
او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“
خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.