17 هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.
لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى، نو زۀ به په يروشلم کښې تاسو له داسې آرام درکړم.
زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ،
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو،
هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو.
په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.
نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بېعېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.
نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى،
اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو،
خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى.
د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بېلارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،