Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم تسالونیکیان 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم تسالونیکیان 2:13
42 Iomraidhean Croise  

په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،


او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.


زۀ يې د ازل نه مقرر کړے وم، د دې نه مخکښې چې دُنيا لا پېدا شوې هم نۀ وه.


د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.


ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.


لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.


هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم.


هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“


څنګه چې تا دُعا شروع کړه نو هغې ته جواب ورکړے شو، زۀ د هغې وئيلو دپاره تا له راغلم ځکه چې تۀ ډېر قدرمند يې. په دې وجه دې پېغام ته په خيال سره غوږ شه او په رويا ځان پوهه کړه.


چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو.


کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو،


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.


کله چې غېر‌يهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو.


هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.


نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے.


د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو،


نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه،


ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بې‌وقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.


اے نادانو ګلتيانو، په تاسو چا کوډې جادو وکړو؟ ستاسو د سترګو په وړاندې عيسىٰ مسيح په سولۍ شو او تاسو ټولو يې تماشه وکړه.


ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.


د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“


ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.


نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.


اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ.


تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.


خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.


ځکه چې خُدائ پاک مونږ د غضب دپاره نۀ يُو مقرر کړى، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصون بيامومو.


اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.


او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو.


نو هغوئ څوک چې په حق يقين نۀ کوى بلکې د بدۍ په کارونو خوشحاليږى، هغوئ ټول به سزا ومومى.


اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو،


خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.


خپل ځان د خُدائ پاک په وړاندې مقبول او د يو داسې خدمتګار په شان د پېش کولو کوشش وکړه چې په خپل کار نۀ شرميږى، او چې د حق د کلام تعليم په صحيح توګه پېش کوى.


او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.


او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے.


هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.


رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.


مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan