12 نو بيا به زمونږ د مالِک عيسىٰ نوم ستاسو د چال چلن په وجه جلال ومومى او تاسو به هم ورسره جلال ومومئ. دا هر څۀ زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل په مطابق وشو.
په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو.