1 د پولوس او سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو د جماعت دپاره خط چې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح دے،
بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.
پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو.
بيا پولوس او سيلاس په امفيپوليس او په اپولونيه تير شول او تِسالونيکيه ته راغلل چرته چې د يهوديانو عبادتخانه وه.
ځکه چې د خُدائ پاک زوئ عيسىٰ مسيح د چا زيرے چې مونږ، يعنې ما او سيلوانوس او تيموتيوس، په تاسو کښې خور کړے دے، په هغۀ کښې داسې خبرې نشته چې ”آو“ وکړى او بيا وائى ”نه“ بلکې هغه په خپله خبره کلک ولاړ وى.