8 مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“
ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“
داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“
په دې باندې ابنير سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د ساؤل سره بېوفائى وکړم؟ ستا خيال دا دے چې زۀ د يهوداه سپے يم؟ زۀ د شروع نه ستا د پلار ساؤل، د هغۀ وروڼو او د هغۀ د دوستانو وفادار يم او ما تۀ د داؤد د شکست نه بچ کړے يې، خو نن تۀ په ما کښې د يوې ښځې په حقله غلطى لټوې.
حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“
زما وينه دې د مالِک خُدائ نه لرې په پردۍ خاوره نۀ توئيږى. د بنى اِسرائيلو بادشاه دې صِرف د يوې ورَږې د لټولو دپاره ولې راشى، لکه څوک چې په غرونو کښې د زرکې ښکار کوى؟“