Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 9:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساؤل په خاندان کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګوډ دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 9:3
11 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، لکه څنګه چې تا ته پته ده چې زۀ ګوډ يم. ما خپل نوکر ته ووئيل چې زما خر کته کړى نو چې زۀ تا سره لاړ شم، خو هغۀ ما سره دوکه وکړه.


بادشاه سلامت، هغۀ زما په حقله تا ته دروغ وئيلى دى، خو تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان يې او چې تا ته څۀ ټيک ښکارى نو هغه وکړه.


د ساؤل بل اولاد د يونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساؤل او يونتن قتل شو. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې هغه واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو.


نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.


داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“


ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.


خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ او تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ.


ځکه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره مينه کوله، هغۀ تاسو غوره کړئ او د خپل لوئ طاقت سره هغۀ په خپله تاسو د مِصر نه راوويستلئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan